پاکستان د افغانستان دغونډې کوربه توب کوی
-
دچین د پاکستان او دافغانستان دخارجه وزیرانو لومړنۍ درې اړخیزه غونډه په ۲۰۱۷ میلادي کال کښې د چین په پلازمینې بیجینګ کښې شوي وه .
ایرنا خبری اژانس وایی د چین د پاکستان او د افغانستان د درې اړخیزه خبرواترو دریم(۳) پړاو نن په اسلام اباد ښار کښې پیلیږی .
ددغو خبرو اترو هدف چې د افغانستان دخارجه وزیر صلاح الدین ربانی د چین د بهرنیو چارو دوزیر وانګ یی او دپاکستان د باندنیو چارو د وزیر شاه محمودقریشی په ګډون سره کیږی د جنګ دختمولولپاره د کابل له حکومت سره د طالبانو نیغ په نیغ خبرې کول اعلان شوی دی .
د چین د پاکستان او د افغانستان ترمینځ د درې اړخیزه خبرواترو نوی پړاو په داسې حال کښې کیږی چې په قطر کښې د امریکا او د طالبانو ترمینځ د تش په نامه دسولې دخبرواترو دوام او نهایی موافقې ته نږدې کیدا د افغانستان دخلکو او دحکومت داندیښنې سبب شوی دی .
دچین د پاکستان او دافغانستان دخارجه وزیرانو لومړنۍ درې اړخیزه غونډه په ۲۰۱۷ میلادی کال کښې د چین په پلازمینې بیجینګ کښې شوی وه او دوهم(۲) پړاو یې هم تیر کال په افغانستان کښې وشو خو هیڅه نتیجه یې نه درلودله .