د هند اوپاکستان ترمینځ د تاؤتریخوالی دختمولولپاره د شانګهائ موسسې هڅه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84479-د_هند_اوپاکستان_ترمینځ_د_تاؤتریخوالی_دختمولولپاره_د_شانګهائ_موسسې_هڅه
د دایمی غړوپه توګه له پاکستان،هندوستان،ازبکستان،قزاقستان، تاجیکستان،روسیې او چین هیوادونوجوړې شانګهائی موسسې،چې ایران، افغانستان اومغولستان ئې ناظر یا څارونکی هیوادونه دی ، په وروستیو کلونو کې هڅه کړې ده،په سیمه یزو او نړیوالو جوړښتونو کې خپل موقعیّت پیاوړی کړی . او په همدې اساس ئې پر هغو دفاعی او امنیتی موخو سربیره چې ددغې موسسې لومړنۍستراټژی ده،ددغه اورګان دغړو هیوادونو سیاسی ا و اقتصادی ملګرتیاوې ئې هم په ایجنډا کې شاملې کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 07, 2019 11:31 Asia/Kabul
  • د هند اوپاکستان ترمینځ د تاؤتریخوالی دختمولولپاره د شانګهائ موسسې هڅه

د دایمی غړوپه توګه له پاکستان،هندوستان،ازبکستان،قزاقستان، تاجیکستان،روسیې او چین هیوادونوجوړې شانګهائی موسسې،چې ایران، افغانستان اومغولستان ئې ناظر یا څارونکی هیوادونه دی ، په وروستیو کلونو کې هڅه کړې ده،په سیمه یزو او نړیوالو جوړښتونو کې خپل موقعیّت پیاوړی کړی . او په همدې اساس ئې پر هغو دفاعی او امنیتی موخو سربیره چې ددغې موسسې لومړنۍستراټژی ده،ددغه اورګان دغړو هیوادونو سیاسی ا و اقتصادی ملګرتیاوې ئې هم په ایجنډا کې شاملې کړی دی .

د شانګهائی موسسې عمومی منشی  دکشمیر پشمول  د  هند اوپاکستان ترمینځ د اختلافاتو اوشخړو  له حل سره دمرستې لپاره ددغې موسسې د چمتووالی  خبر ورکړ .

ولادیمیر نوروف  وئیلی دی ،  که څه هم  د هند او پاکستان شخړې اومشکلات له دغو  دوو هیوادونو سره  اړونده دی ،خو دشانګهائی  موسسې غړی هیوادونه  دهند تر کنټرول لاندې د کشمیر په اوسنیو حالاتو بې پروا نشی پاتیکیدلی .

Image Caption

 

 هغه زیاته کړې  شانګهائی موسسه به د نوی ډیلی  او اسلام اباد ترمینځ د تاؤتریخوالو د سوله ایز حل لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکړی  او  په سیمې کې د امنیت دتامینیدا لپاره ددغې موسسې  داصلی  غړو په توګه   دمسئلو اومشکلاتو له  حل سره مرستو ته تیاردی .

له دې مخکې  هم داسلامی ملګرتیا موسسې د نوی ډیلی له خواد هند تر کنټرول لاندې کشمیر سیمې د ځانګړی اختیاراتو په لغوه کولو داندیښنې په څرګندولو سره د نوی ډیلی اواسلام اباد ترمینځ  داختلافاتو دحل غوښتنه کړې ده .

 د کشمیر په باب  دهند او پاکستان  د  هغو اختلافاتو له حل سره  دمرستې لپاره  دشانګهائی ملګرتیا موسسې د چمتووالی اعلان  چې ، ددغې سیمې د کورواکۍ   له لغوه کیدا وروسته  لاترینګلی شوی دی ، د شانګهائی  ملګرتیا موسسې  د ځائیګی د پیاوړتیا په موخې سره د اغیز شیندنې او د نفوذ د پراختیا لپاره  په سیمه ایزو شخړو اومسئلو کې  د رول لوبونې لپاره ددغې موسسې  دکړچار یوه نښه ده .

Image Caption

 

د دایمی غړوپه توګه له پاکستان،هندوستان،ازبکستان،قزاقستان، تاجیکستان،روسیې او چین هیوادونوجوړې شانګهائی موسسې،چې ایران، افغانستان  اومغولستان ئې ناظر یا څارونکی هیوادونه دی ، په وروستیو کلونو کې هڅه کړې ده،په سیمه یزو او نړیوالو جوړښتونو کې  خپل موقعیّت پیاوړی کړی . او په همدې اساس ئې پر هغو دفاعی او امنیتی موخو سربیره چې ددغې موسسې لومړنۍستراټژی ده،ددغه اورګان دغړو هیوادونو سیاسی ا و اقتصادی ملګرتیاوې ئې هم په ایجنډا کې شاملې  کړی دی .

په شانګهائی موسسې کې د  پاکستان او هندوستان غړیتوب ته په پام سره  د دغې موسسې عمومی منشی وئیلی دی ددغو دواړو هیوادونو د اختلافاتو له حل سره دمرستې لپاره  دوې موخې تعقیبوی ، لومړۍ دا چې که شانګهائی موسسه د هند او پاکستان ترمینځ دتاؤتریخوالی دکمولو لپاره له خپل ظرفیّته ا ستفاده وکړائ شی ،او  دوی د دوواړخیزو اختلافاتو ډیپلو ماټیک حل ته دوی هدایت کړائ شی،نو د سیمه ایزو شخړو له حل کولو سره په مرستې کې  د رول لوبونې لپاره  خپل پوټینشل  آزمویلی شی ،او په راتلونکی کې  لازیات په نفس په اعتماد سره  په دغې لارې کې  ګام پورته کولی شی .

دوهم هدف  دا چې  دکشمیر دشخړې په باب  دهند اوپاکستان  له اختلافاتو سره د مرستې له وړاندیزه  دشانګهائی  موسسې دعمومی ممنشی  موخه،د دوی په په اړیکو کې د تاؤتریخوالی د زیاتیدو   مخنیوی او ددغې  موسسې د فیصلو اوکړچارونو په چوکاټونو کې د اسلام اباد او نوی دیلی پر  ملګرتیا د دوی  د هغو اغیزو  مخنیوی دی  د دغه سیمه ایز اورګان په داخل کې  پر ملګرتیاؤ او انسجام  منفی اثرات کولی شی .

 البته باید  پام ولرل شی ، چې ددغې موسسې  دعمومی منشی له خوا ددغه شان موضوع مطرح کیدا  دهند او پاکستان له بیلابیلو غبرګونونو سره مخامخ کیدلی شی، چې  هر یو دکشمیر ددوسیې په باب   خاص  کړچارونه لری .

Image Caption

 

 پاکستان  دکشمیر  دکورواکۍ  له لغوه کیدا وروسته  دکشمیر  د دوسیې پر نړیوال کیدا  خپلې هلې ځلې زیاتې کړی دی .

 د اسلام  اباد حکومت  چارواکی  هیله مند دی، دکشمیر دموضوخ په نړیوال کولو  او  د کشمیر د خلکو دحقوقو د چخڼی کیدا  په وړاندې د  دریځ دغوره کولو لپاره د نړیوال ملاتړ  په جلبولو سره ، پر هندی حکومت ، ددغې سیمې  د کورواکۍ دلغوه کیداپه باب  پخپلې فیصلې  کې دبدلون لپاره  دباؤنه  زیات کړی .

خو په مقابل کې هند د کشمیر دموضوع  له نړیوال کیدا سره سخت مخالفت کوی  او دا ادعا مطرح کوی ،چې کشمیر یوه داخلی موضوع ده او باید  نورهیوادونه او دنړیوال نظام لوبغاړی پکې دخالت ونه کړی .  په همدې دلیل ده چې  ا ټکل کیږی ، دشانګهائی  موسسې د عمومی منشی وړاندیز  دهند اوپاکستان له خوا له مختفو غبرګونونو سره مخامخ شی .

Image Caption