تورخم لاره به څلورویشت ساعته خلاصه وی
-
په افغانستان کښې دسولې په ټینګیدا سره به سیمه پرمختګ وکړي او تجارتي فعالیتونه به مرکزي اسیا ته وغځیږي .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پرون په رسمی ډول تر څلورویشت (۲۴) ساعتونو پورې دافغانستان او د پاکستان ترمینځ د سرحدی تورخم لارې د پرانیستلو په مراسمو کښې ګډون وکړ .
د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان سره خارجه وزیر شاه محمود قریشی ، د خیبر پښتونخوا صوبې اعلی وزیر محمود خان اونور حکومتی چارواکی هم ورسره وو .
دپاکستان لومړی وزیر عمران خان دغه راز په تورخم سرحدی لاره کښې د ټرانزیټ تجارتی مدیریت سیسټم هم پرانیست .
دپاکستان لومړی وزیر د تورخم سرحدی لارې تر څلورویشتو (۲۴) ساعتونو پورې د خلاصیدا په دستورو کښې وویل د افغانستان او دپاکستان ترمینځ دسرحدی تورخم لارې شپه او ورځ خلاصیدا به په سیمه کښې دتجارت له زیاتیدا سره مرسته وکړی .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل زه د افغانستان او دپاکستان ترمینځ د تورخم سرحدی لارې تر څلورویشتو (۲۴) ساعتونو پورې د خلاصیدا ورځ یوه(۱) تاریخی ورځ ګڼم او زیاته یې کړه چې له افغانستان سره زمونږ تجارت پنځوس (۵۰) فیصده زیات شوی دی .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل په افغانستان کښې دسولې په ټینګیدا سره به سیمه پرمختګ وکړی او تجارتی فعالیتونه به مرکزی اسیا ته وغځیږی .
هغه وویل په دغه سیمه کښې به دخلکو ژوند بدل شی او پیښور به د تجارتی فعالیتونو په مرکز بدل شی او خلکو ته به کارروزګار پیدا شی .
دپاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل زما دحکومت ترجیح دا ده چې له ګاونډیوهیوادونو سره اړیکې ښې کړی او د اقتصاد په ښه کولو تمرکز وکړی .
هغه وویل دا د پاکستان او د افغانستان لپاره د خواشینۍ خبره ده چې د امریکا او دطالبانو ترمینځ خبرې بندې شوی دی او زیاته یې کړه اسلام اباد به زیاته هڅه وکړی چې د امریکا او دطالبانوترمینځ خبرې مخ ته بوځی چې سوله رامینځته شی .