د پاکستان لومړی وزیر له اشرف غنی سره خبرې وکړې
Sep 19, 2019 01:58 Asia/Kabul
-
عمران خان په افغانستان کښې بم چاودنې او په بریدونو کښې د ملګي وګړو وژل وغندل .
ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان بیګا د افغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره په دغه هیواد کښې دسولې دبهیر په شمول د وروستیو بدلونونو په اړه ټیلی فونی خبرې وکړې .
دپاکستان لومړی وزیر په دغه ټیلی فونی تماس کښې په افغانستان کښې دسولې له ټینګولو سره دمرستې لپاره د اسلام اباد په ژمنې ټینګار وکړ .
هغه وویل په افغانستان کښې دسولې د بهیر له پرمختګ څخه به د پاکستان ملاتړ دوام ومومی .
دپاکستان لومړی وزیر عمران خان په افغانستان کښې بم چاودنې او په بریدونو کښې د ملګی وګړو وژل وغندل .
په تیرې سه شنبې ورځ په کابل او چاریکار سیمو کښې په بم چاودنو کابو دوه څلویښت (۴۲) کسان وژل شوی او کابو نوی (۹۰) نور ژوبل شوی وو.
ټیګونه