د چین او پاکستان د اړیکو نوی پړاؤ پيل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85046-د_چین_او_پاکستان_د_اړیکو_نوی_پړاؤ_پيل_شوی_دی
په پاکستان کښې د چین سفیر د اسلام آباد او بیجنګ ترمینځ د اړیکو د نوي پړاؤ د پيلیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 05, 2019 14:13 Asia/Kabul
  • د چین او پاکستان د اړیکو نوی پړاؤ پيل شوی دی

په پاکستان کښې د چین سفیر د اسلام آباد او بیجنګ ترمینځ د اړیکو د نوي پړاؤ د پيلیدو خبر ورکړ.

د پاکستان جیو ټیلیویژني چینل خبر ورکړی چې یوئو جینګ نن په یوه وینا کښې وویل: د چین حکومت به له راتلونکي کال څخه ۲۰ زرو پاکستاني محصلینو ته تحصیلي بورسیه (سکارلرشپ) ورکړي څو په مختلفو برخو کښې په چین کښې زده کړې وکړي.

په پاکستان کښې د چین سفیر څرګنده کړه: د (سي، پيک) په نامه د چین او پاکستان د ګډ اقتصادي کوریډور اجرا د دواړو هیوادونو په ګټه ده.