د پاکستان لومړی وزیر سبا تهران ته په سفر راځی
د پاکستان لومړی وزیر د روان کال په پسرلی کې هم ایران ته لومړنی سفر راکړی ؤ .
زمونږخبریال راپورراکړ ډان نیوز خبری سایټ د غیر رسمی جزیاتو په خپرونې سره لیکلی دی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان نیّت لری ، تهران او ریاض ته سفرونه وکړی ، چې هغه به ددغه سفر په لومړی پړاؤ کې سبا تهران ته او ورپسې بیا هم ریاض ته سفر وکړی
ټاکل شوې ده عمران خان به په دغه سفر کې د اسلامی ایران د ولسمشر پشمول له لوړپوړو چارواکو سره خبرې اترې وکړی او دغه راز ځینی سرچینې وائی عمران خان غواړی د تهران او ریاض او حتی د تهران او واشنګټن ترمینځ د رامینځة شوو تاؤتریخوالو دکمولو او همداراز د افغانستان د سولې په زمینې کې د تهران اوریاض له چارواکو سره په خبرواترو او مینځګړیتوب سره نوښت وکړی .
ایران ته د پاکستان د لومړی وزیر د دوهم سفر غیر رسمی جزیات په داسې حال کې خپرۀ شوی دی ، چې د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی محمد فیصل هم پرون ناوخته په اسلام اباد کې په خبری کنفرانس کې ایران اوعربستان ته د عمران خان سفر په ایجنډا کې بللی او وئیلی وو ،ددغه سفر جزیات به ډیر زر اعلان شی . د پاکستان لومړی وزیر د روان کال په پسرلی کې هم ایران ته لومړنی سفر راکړی ؤ .