د پاکستان لومړی وزیر سبا تهران ته په سفر راځی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85164-د_پاکستان_لومړی_وزیر_سبا_تهران_ته_په_سفر_راځی
د پاکستان لومړی وزیر د روان کال په پسرلی کې هم ایران ته لومړنی سفر راکړی ؤ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2019 10:48 Asia/Kabul
  • د پاکستان لومړی وزیر سبا تهران ته په سفر راځی

د پاکستان لومړی وزیر د روان کال په پسرلی کې هم ایران ته لومړنی سفر راکړی ؤ .

زمونږخبریال راپورراکړ  ډان نیوز خبری سایټ د غیر رسمی جزیاتو په خپرونې سره لیکلی دی  دپاکستان لومړی وزیر عمران خان نیّت لری ،  تهران او ریاض ته سفرونه وکړی ، چې   هغه به ددغه  سفر په لومړی پړاؤ کې سبا تهران ته  او ورپسې بیا هم ریاض ته سفر وکړی

ټاکل شوې ده  عمران خان به په دغه سفر کې د اسلامی ایران  د ولسمشر پشمول له لوړپوړو چارواکو سره  خبرې اترې وکړی  او  دغه راز  ځینی سرچینې وائی  عمران خان غواړی  د تهران او ریاض او حتی د تهران او واشنګټن ترمینځ  د رامینځة شوو تاؤتریخوالو دکمولو  او همداراز د افغانستان د سولې په زمینې کې  د تهران اوریاض له چارواکو سره  په خبرواترو او مینځګړیتوب سره  نوښت  وکړی .

  ایران ته د پاکستان د لومړی وزیر  د دوهم سفر غیر رسمی جزیات په داسې  حال کې خپرۀ شوی دی ، چې  د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی  محمد فیصل هم پرون  ناوخته په اسلام اباد کې په خبری کنفرانس کې  ایران اوعربستان ته د عمران  خان سفر په ایجنډا کې بللی  او  وئیلی وو ،ددغه سفر جزیات به ډیر زر اعلان شی . د پاکستان لومړی وزیر  د روان کال په پسرلی کې هم ایران ته  لومړنی سفر راکړی ؤ .