عربستان دپاکستان وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړی
-
په یمن کښې د اوربند چانسونه اوس له بل هر وخت څخه زیات دي .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی وویل چې سعودی عربستان په فارس خلیج سیمه کښې د تاوتریخوالو د ختمولو لپاره د لومړی وزیر عمران خان نوښت ته مثبت ځواب ورکړی دی .
هغه وویل چې دسعودی عربستان چارواکو د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان وړاندیز ته مثبت ځواب ویلی او موافقه یې کړی ده چې ډیپلوماسۍ ته باید ترجیج ورکړل شی او اختلافات باید د خبرواترو له لارې حل شی .
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی دغه راز وویل چې په یمن کښې د اوربند چانسونه اوس له بل هر وخت څخه زیات دی .
د ویلو ده چې د سعودی عربستان ال سعود رژیم د یمن په جنګ کښې ناکامه شوی او دغه راز په سوریې ، عراق او نورو ډیرو ځایونو کښې یې هم ماتی خوړلی ده او اوس یې د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان څخه بیا بیا غوښتنه کړی ده چې له ایران اسلامی جمهوریت سره د عربستان په روغې جوړې کولو کښې مرسته وکړی .
د ایران اسلامی جمهوریت تل ټینګار کړی دی چې د اختلافاتو دحل لپاره خبرو اترو ته چمتو دی او ایران دغه راز په یمن کښې د جنګ په بندیدا ټینګار کړی دی .