هندی حکومت د مسلمانانوپه ضدپه اقدام سره دبشری حقوقوخلاف ورزی کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86497-هندی_حکومت_د_مسلمانانوپه_ضدپه_اقدام_سره_دبشری_حقوقوخلاف_ورزی_کوی
هندی حکومت په همداوروستیو کې د مسلمانانو په ضد یوه جنجالی مسوده تصویب کړې،چې په اساس به ئې له مسلمانانو پرته د ګاونډیو هیوادونو مهاجرانو ته دتابعیّت حق ورکړل شی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 12, 2019 01:46 Asia/Kabul
  • هندی حکومت د مسلمانانوپه ضدپه اقدام سره دبشری حقوقوخلاف ورزی کوی

هندی حکومت په همداوروستیو کې د مسلمانانو په ضد یوه جنجالی مسوده تصویب کړې،چې په اساس به ئې له مسلمانانو پرته د ګاونډیو هیوادونو مهاجرانو ته دتابعیّت حق ورکړل شی

تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان  پرون  د مسلمانانو په ضد دنوی ډیلی  په کرغیړنو سیاستونو په سختو نیوکو سره  وئیلی دی ،ددغه هیواد په پارلیمان کې د مسلمانانو په ضد د مسودې تصویبیدا د هندوستان په ټولنې کې  له افراطی هندوانو څخه ملاتړ او د مسلمانانو د څنډیدا ته کولو په معنا  ده .

هندی حکومت  په همداوروستیو کې  ددغه هیواد  پارلیمان  ته د مسلمانانو په ضد یوه جنجالی مسوده  وړاندې کړې،چې  په اساس به  ئې  له مسلمانانو پرته د ګاونډیو هیوادونو مهاجرانو ته  دتابعیّت  حق ورکړل شی،چې راجیا سبها جرګېدغه مسوده  پرون تصویب کړې هم ده .هندی حکومت په دغې مسودې کې وئیلی دی هغو کسانو ته به چې د پاکستان ،بنګله دیش  او افغانستان په څیر له هیوادونو  تښتی  پناه ورکوی،خو باید چې مسلمانان نه وی .د بې جې پی افراطی حکومت مخالف  ګوندونه  وائی دغه لایحه  د مسلمانانو څنډې ته د کولو لپاره د بی جې پی یا بهارتیه جنتا واکمن ګوند دسیاستونو یوه برخه ده.