د پاکستان لومړی وزیر مالیزیا ته سفر لغو کړ
زمونږ خبریال وایی خبری سرچینو د کوالا لامپور د مشرانو په غونډ کښې د ګډون لپاره مالیزیا ته د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان د سفر د لغو کیدا خبر ورکړ .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان چې ټاکل شوی وه د کوالا لامپور د مشرانو په غونډې کښې دګډون لپاره مالیزیا ته ولاړ شی دغه هیواد ته خپل سفر لغو کړ او ټاکل شوی ده چې خارجه وزیر شاه محمود قریشی په نوموړی غونډې کښې ګډون وکړی .
خبری سرچینو مالیزیا ته د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان د سفر لغو کیدل دعمران خان تر دباو لاندې له راوستلو او د کوالا لامپور په غونډې کښې د عمران خان په ګډون د سعودی عربستان د حکومتی چارواکو له خپګان سره اړونده وبلل .
د سیاسی مسائیلو کارپیژاندی باوری دی چې د مالیزیا د لومړی وزیر مهاتیر محمد لخوا سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو ته نه بلنه په نوموړی غونډې کښې د پاکستان په ګډون د ال سعود رژیم د واکمنانو د خپګان اصلی دلیل دی .
ټاکل شوی ده چې د کوالا لامپور څلور (۴) ورځنۍ غونډه د دسمبر په اتلسمه (۱۸) نیټه د مالیزیا په کوربه توب او د ایران د ترکیې ، پاکستان ، بنګلادیش او د قطر په ګډون سره په کوالا لامپور کښې وشی .
سعودی عربستان تل د پاکستان په کورنیو چارو کښې په ښکاره لاسوهنې کوی او د دغه هیواد چارواکو ته امر ونهی کوی او عربستان له امریکا سره یوځاې په پاکستان دباو اچولی دی چې له ایران څخه ګاز مه اخلی .