پاکستان دکشمیریانو حالت ته د نړیوالو په بې پامۍ نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86651-پاکستان_دکشمیریانو_حالت_ته_د_نړیوالو_په_بې_پامۍ_نیوکه_وکړه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر د خلکو بد حالت ته د نړیوالو ټولو په بې پامۍ نیوکه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2019 11:58 Asia/Kabul
  • پاکستان دکشمیریانو حالت ته د نړیوالو په بې پامۍ نیوکه وکړه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر د خلکو بد حالت ته د نړیوالو ټولو په بې پامۍ نیوکه وکړه.

د پاکستان اکسپریس نیوز نن خبر ورکړی چې شاه محمود قریشي د کشمیر د خلکو بد وضعیت ته په اشارې سره د کشمیري مسلمانانو په وړاندې د نړیوالو ټولنو په تیره بیا د ملګرو ملتو د امنیت شورا د رول لوبولو غوښتنه وکړه.

هغه وویل: کشمیریان حق لري چې د خپل راتلونکي په هکله فیصله وکړي او د موجودو قوانینو له مخې امنیت شورا باید هندوستان دې کار ته مجبور کړي.

قریشي څرګنده کړه: د هندوستان پوځ په دې وروستیو میاشتو کښې د کشمیري مسلمانانو ځپنه زیاته کړې ده خو د نړۍ مسئولو ارګانونو په دې لړ کښې خوله ګنډلې ده.