د هند د اقداماتو په اړه د پاکستان د وزيراعظم غبرګون
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86740-د_هند_د_اقداماتو_په_اړه_د_پاکستان_د_وزيراعظم_غبرګون
د پاکستان وزيراعظم د کشمير په کنټرول لائن کښې د پاکستان په استوګن سيمو باندې د هندي پوله ايزو ځواکونو لخوا د مسلسلې ګوله بارۍ او ډزو په غبرګون کښې نوے ډيلے په ځوابي اقدام وګواښۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 22, 2019 12:40 Asia/Kabul
  • د هند د اقداماتو په اړه د پاکستان د وزيراعظم غبرګون

د پاکستان وزيراعظم د کشمير په کنټرول لائن کښې د پاکستان په استوګن سيمو باندې د هندي پوله ايزو ځواکونو لخوا د مسلسلې ګوله بارۍ او ډزو په غبرګون کښې نوے ډيلے په ځوابي اقدام وګواښۀ.

عمران خان وويل: د کشمير په کنټرول لائن کښې د پاکستان په ځينو سيمو د هندي فوځيانو وروستۍ حملې د پاکستاني پوله ساتونکو په هوښيارۍ او بېدارۍ سره شنډې کړې شوې.

د پاکستان وزيراعظم زياته کړه، د هندي ځواکونو دغه حملې په دغه سيمه کښې د نويو توغنده اي سيسټمونو له ځاے پرځاے کېدو نه وروسته زياتې شوې دي.

د هند او پاکستان ترمېنځ تاوتريخوالے په جمو او کشمير کښې د خاصو اختياراتو د لغو کېدو او د دغې سيمې د نفوسي ترکيب د بدلولو لپاره د هند د حکومت له فېصلې وروستته زيات شوے دے.

د کشمير په کنټرول لائن کشې د پاکستان په استوګن سيمو باندې د هندي ځواکونو د ډزو او ګوله بارۍ په اړه د عمران خان غبرګون د پاکستان د ملي حاکميت او زمکنۍ بشپړتيا په خلاف ورزۍ کښې د هند له تحريکونو اقداماتو  سره د پرېکنده او مضبوط چلند لپاره د پاکستان د حکومت د يو سياست ښودنه کوي.


په تېرو څو مياشتو کښې د هند د حکومت لخوا د کشمير د خودمختارۍ له لغو کېدو نه پس د نوي ډيلي او اسلام آباد په تعلقاتو کښې تاوتريخوالے مخ په زياتېدو شوے دے.

البته د هند حکومت د دغه هېواد د مسلمانانو په خلاف د خپل سياست په چوکاټ کښې د هغوي د مذهبي رسوماتو جوړولو لپاره د محدوديتونو د رامنځته کولو ترڅنګه په دې وروستيو کښې هم د شهريت د جنجال رابرسېره کونکې لائحې په وړاندې کولو سره د مسلمانانو د ټولنې په خلاف خپل اقدامات ډېر زيات کړي دي.

په دغه لائحه کښې د هند حکومت په دغه غور رابرسېره کونکې پالېسۍ او د مذهبي تبعيض د رامنځته کولو په هدف سره ويلي دي چې يوازې غېر مسلمان مهاجرين په دغه هېواد کښې د اوسېدو اجازتليک حاصلولې شي چې دغه مسئله د کورنيو احتجاجونو او د سيمه ايزو او نړيوالو منفي غبرګونونو د رامنځته کېدو سبب شوي دي.

په داسې حالاتو کښې چې د مسلمانانو په خلاف د هند اقدامات د پاکستان د خلقو او چارواکو په حساسيت او تندو غبرګونونو سره د دواړو هېوادونو په تعلقاتو کښې تاوتريخوالي زيات شوے دے،د پاکستان په استوګن سيمو باندې په ډزو کښې د هندي ځواکونو اقدام د هغوي ترمېنځ د لانجې په زياتېدو بدل شوے دے.

په دې اړه چې هېواد به يې د کشمير په کنټرول لائن کښې د هندي فوځيانو حملو ته متقابل ځواب ورکړي  د پاکستان د وزيراعظم وېنا د دغه هېواد په خاوره باندې د هر ډول تيري په مقابل کښې د اسلام آباد د يو فعال سياست ښودنه کوي.

دې ته په پام سره چې په دې وروستيو کښې د هند فوځ د کشمير په کنټرول لائن کښې توغنده اي سېسټم ځاے پرځاے کړے دے، د پاکستان چارواکي د هند د فوځيانونوې حملې په دغه سيمه کښې د هند د نوي فوځي سنبالښت په وجه بولي چې په دغه ډګر کښې د هغوي اډاڼه دغه نوے توغنده اي سېسټم دے چې د دواړو هېوادونو په پوله کښې ځاے پرځاے شوے دے.

داسې ښکاري چې د پاکستان په خاوره د هندي فوځيانو د حملو دوام د دواړو هېوادونو ترمېنځ د احتمالي محدودې نښتې سبب شي چې د سيمې د امنيت لپاره به خطرناکه چاره وي.

د کشمير په کنټرول لائن کښې د پاکستان په استوګن سيمو باندې په ګوله بارۍ کښې د هند تحريکونکي اقدامات په داسې حال کښې دي چې د دغه هېواد حکومت په دې وروستيو مياشتو کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د تاوتريخوالي د هواري په خاطر له نوي ډيلي سره د خبرو اترو لپاره په خپل چمتووالي باندې په ځلونو تاکيد کړے دے چې هندي چارواکي هم هغه شان د تاوتريخوالي د زياتولو په لار کښې ګام اوچتوي.

-----------