هندي سفارتکار د پاکستان خارجه وزارت ته وروغوښتل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i87260-هندي_سفارتکار_د_پاکستان_خارجه_وزارت_ته_وروغوښتل_شو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کشمیر کنټرول لاین کښې د هندوستان د سرحدي ځواکونو له خوا د اوربند په خلاف ورزۍ باندې په اعتراض کښې، په اسلام آباد کښې د دغه هیواد د سفارت شاذدافیر وروباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 14, 2020 02:08 Asia/Kabul
  • هندي سفارتکار د پاکستان خارجه وزارت ته وروغوښتل شو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کشمیر کنټرول لاین کښې د هندوستان د سرحدي ځواکونو له خوا د اوربند په خلاف ورزۍ باندې په اعتراض کښې، په اسلام آباد کښې د دغه هیواد د سفارت شاذدافیر وروباله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې دغې وزارتخانې د ګوراوا اهلووالیا Gorawa Ahluwalia په وربللو سره په کشمیر کنټرول لاین کښې د هندي ځواکونو له خوا د اوربند په خلاف ورزۍ باندې د پاکستان اعتراض ورواوروه چې له امله یې یو ملکي وګړی مړ شوی دی.

د پاکستان د خارجه وزارت د سویلي آسیا د چارو لوې مدیر زاهد حافظ چوهدري د هندي ځواکونو له خوا د ملکي وګړو په نښه کول د نه منلو وړ وبلله او ویې ویل: دا ډول اقدامات د سیمې د صلحې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

د ویلو ده چې هندوستان او پاکستان تل یو بل په کشمیر کنټرول لاین کښې د اوربند په خلاف ورزۍ تورنوي.