د کشمیر وضعیت د هند داخلی مسله نده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i87321-د_کشمیر_وضعیت_د_هند_داخلی_مسله_نده
شاه محمود قریشی په نیویارک کی د ملګرو ملتو له سرمنشی انتونیو ګوتریش سره کتنه کړی ده . ګوتریش د امنیت د ټینګولو لپاره د پاکستان د هلو ځلو قدرونه کړی او په کشمیر کې یې د انسانی حقوقو په خلاف ورزۍ اندیښنه څرګنده کړی ده .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 16, 2020 15:43 Asia/Kabul
  • د کشمیر وضعیت د هند داخلی مسله نده

شاه محمود قریشی په نیویارک کی د ملګرو ملتو له سرمنشی انتونیو ګوتریش سره کتنه کړی ده . ګوتریش د امنیت د ټینګولو لپاره د پاکستان د هلو ځلو قدرونه کړی او په کشمیر کې یې د انسانی حقوقو په خلاف ورزۍ اندیښنه څرګنده کړی ده .

د پاکستانی رسندویو له راپور سره سم د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی ویلی دی د هند کنټرول لاندې د کشمیر وضعیت د دغه هیواد داخلی مسله نده ، په کشمیر کې د هند لخوا د  انسانی حقوقو خلاف ورزۍ اندیښمنونکی دی .

شاه محمود قریشی په نیویارک کی د ملګرو ملتو له سرمنشی انتونیو ګوتریش سره کتنه کړی ده . ګوتریش د امنیت د ټینګولو لپاره د پاکستان د هلو ځلو قدرونه کړی او په کشمیر کې یې د انسانی حقوقو په خلاف ورزۍ اندیښنه څرګنده کړی ده .

شاه محمود قریشی د امنیت شورا د دریو غونډو په ترسره کولو له انتونیو ګوتریش مننه کړی ده .