پاکستان د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ په وجه هندوستان ته خبرداری ورکړ
د پاکستان وزیراعظم نوې ډیلي ته خبرداری ورکړ چې په کشمیر کنټرول لاین باندې د حملې د دوام په بڼه کښې به د اسلام آباد له سخت ځواب سره مخامخ شي.
تسنیم خبري آژانس لیکلې دي چې عمران خان وویل: که هند د کشمیر د خلکو قتل عام جاري ساتل غواړي نو د دې کار ځواب ته دې تیار شي.
د پاکستان وزیراعظم په دې خبرې سره چې کشمیر د دغه هیواد سره کرښه ده، زیاته کړه: د ملګرو ملتو امنیت شورا دې هم هندوستان د تیرو موافقو خیال ساتلو ته اړ کړي څو د هر ډول جنګ مخنیوی وشي.
هغه څرګنده کړه، د نوې ډیلي حکومت هڅه کړې چې یوه جعلي ترهګره حمله برابره کړي او بیا یې پاکستان مسئول معرفي کړي.
د عمران خان دا خبرې په داسې حال کښې دي چې د کشمیر خلک له تیرو ۱۶۸ ورځو راهیسې په خپلو کورونو کښې ګیر کړی شوې دي او له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.