د ځیو لویدیځی مدعی هیوادونو په وسیله د بشری حقوقو له موضوع سیاسی او آوزاری استفاده او د
ایران اوپاکستان خپل مینځنئ اړیکې پیاوړی کوی
په دغې کتنې کې همداراز په لویدیځی هیوادونو کې د میرمنو اوماشومانو د حقوقو او توکمیزو توپیرونو پشمول د بشری ح قوقو خلاف ورزیو ته په اشارې سره ، د انسانی ټولنو دحقوقو په رعایتولو مشتمل د اسلام دبډای کلتور ا و تعلیماتو په اساس په دې زمینې کې د ایران او پاکستان د ګډو ملګرتیاؤ غوښتنه شوې ده .
زمونږخبریال له اسلام اباده راپورراکړ په پاکستان کې دایران سفیر سید محمدعلی حسینی د پاکستان دبشری حقوقو په چارو کې له وزیرې میرمن شیرین مزاری سره په اسلام اباد کې کتنه کړې او دوو اړخیزو بشری حقوقو دملګرتیاؤ په پیاوړتیا ئې ټینګار کړی دی .
په دغې کتنې کې دواړو خواؤ په اسلامی هیوادونو کې دبشری حقوقو سره د اړونده مشورتی غونډو ترسره کیدا، خبرې اترې او د تجروبو مبادله ،د ورځې یو ضرورت بللی دی .
حسینی او مزاری د ځیو لویدیځی مدعی هیوادونو په وسیله د بشری حقوقو له موضوع سیاسی او آوزاری استفاده او دهغوی دوه ګوڼه سټنډرډونه هم محکوم کړی دی .
په اسلام اباد کې د ایران سفیر او د پاکستان دبشری حقوقو د چارو وزیرې همداراز د دواړو هیوادونو د ګډو کلتوری او اسلامی بډایو سرچینو څخنه په استفادې سره د بشری حقوقو، د میرمنو او ماشومانو د حقوقو په حوزې کې د تولید پر ضرورت ټینګار کړی دی .
په دغې کتنې کې همداراز په لویدیځی هیوادونو کې د میرمنو اوماشومانو د حقوقو او توکمیزو توپیرونو پشمول د بشری ح قوقو خلاف ورزیو ته په اشارې سره،د انسانی ټولنو دحقوقو په رعایتولو مشتمل د اسلام دبډای کلتور او تعلیماتو په اساس په دې زمینې کې د ایران او پاکستان د ګډو ملګرتیاؤ غوښتنه شوې ده .