د امریکا ولسمشر به راتلونکي میاشت هند ته ورشي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د باندنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن عائشه فاروقي پرون له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل چې راتلونکي میاشت هندوستان ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سفر کښې به پاکستان شامل نه وي .
هغې وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ غواړي چې پاکستان ته ځانګړی سفر وکړي او دغه سفر سیمې ته د ټرمپ له بل هیڅ سفر سره اړه نلري ځکه چې پاکستان خپل خاص مقام لري .
د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې عائشه فاروقي وویل احتمال شته چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د فرورۍ دمیاشتې په څلرویشتمه(۲۴)او پینځویشتمه (۲۵)نیټه هندوستان ته ورشي .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تیر میلادي کال په جولاۍ میاشت کښې واشنګټن ته په سفر سره د امریکا ولسمشر ټرمپ ته بلنه ورکړي وه چې اسلام اباد ته ورشي .
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم وویل چې د امریکا ولسمشر ټرمپ به زر اسلام اباد ته سفر وکړي .
ډیرې شناندي وايي چې پاکستان ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ سفر د افغانستان دسولې په بهیر کښې له پرمختګ سره تړاو لري .