د هند شارډزفېر بيا د پاکستان خارجه وزارت ته حاضر کړے شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i87535-د_هند_شارډزفېر_بيا_د_پاکستان_خارجه_وزارت_ته_حاضر_کړے_شو
د پاکستان خارجه وزارت له هند سره په پوله کښې په پرتو عامه خلقو باندې د هندي ځواکونو په ډزو باندې په اعتراض کښې يو ځل بيا هند د سفارت شارډزفېر احضار کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 26, 2020 14:02 Asia/Kabul
  • د هند شارډزفېر بيا د پاکستان خارجه وزارت ته حاضر کړے شو

د پاکستان خارجه وزارت له هند سره په پوله کښې په پرتو عامه خلقو باندې د هندي ځواکونو په ډزو باندې په اعتراض کښې يو ځل بيا هند د سفارت شارډزفېر احضار کړ.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د خارجه وزارت وياندې وويل، اسلام آباد د هند شارډزفېر ته په پوله کښې د پاکستان په خاوره د هند د ځواکونو بې وجې ډزو په اړخ خپل سخت اعتراض وړاندې کړ او له دغه هېواده يې وغوښتل چې پوله ايز تاوتريخوالے دې ختم کړي.

مېرمن عائشه فاروقي همدارنګ زياته کړه، د داسې پېښې د بيا تکرارېدو په صورت کښې به پاکستان د متقابل اقدام کولو حق ولري

د پاکستان د فوځ وياند هم پرون ويلي وو چې د پاکستان د پولې لوري ته هندي ځواکونو د ډزو له کبله يوه يويشت کلنه ښځه ژوبل شوې ده.