د هند او افغانستان استخبارات د ترهګرو بریدونو په پلانونې لګیا دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i87636-د_هند_او_افغانستان_استخبارات_د_ترهګرو_بریدونو_په_پلانونې_لګیا_دي
د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو ادارې په سیمه کښې د ترهګرو بریدونو د یوې نوې څپې د راپورته کیدو خبرداری ورکړ.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jan 31, 2020 02:39 Asia/Kabul
  • د هند او افغانستان استخبارات د ترهګرو بریدونو په پلانونې لګیا دي

د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو ادارې په سیمه کښې د ترهګرو بریدونو د یوې نوې څپې د راپورته کیدو خبرداری ورکړ.

د تسنیم خبري آژانس په لیکنه د پاکستان د پوځ استخباراتو (آيي، ایس، آيي) ویلي چې د افغانستان جاسوسي اداره NDS او د هندوستان جاسوسي سازمان RAW د مخالفو وسله والو په ملاتړ او سنبالولو سره د پاکستان په کرتارپور سرحدي سیمه کښې د سکانو په مقدسو ځایونو د ترهګرو حملو په لټه کښې دي.

دغه رپورټ زیاتوي چې د پاکستان ISI په پنجاب صوبه کښې د مخالفو وسله والو او په هندوستان کښې د هغوي د رابطانو ترمینځ د شکمنو اړیکو له معلومولو وروسته په دغه هیواد کښې د ترهګرو بریدونو لپاره د تیارۍ په هکله یولړ اطلاعاتو ته رسیدلې ده.