په بیلې صوبې د کشمیر د بدلولو طرحه نه عملي کیږي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر باندې د هندوستان د حملې خطر تل پاتې شوی دی خو اسلام آباد په یوې جلا صوبې د دغې سیمې د بدلولو هیڅ نیت نه لري.
ایکسپریس نیوز لیکلي چې د پاکستان د خارجه وزارت ویاندوې عایشه فاروقي پرون وویل: د یوې بیلې صوبې په توګه د پاکستان ترکنټرول لاندې کشمیر د بدلولو په هکله هیڅ لایحه د دې هیواد په پارلیمان کښې نه ده څیړل شوې او داسې کومه اراده هم نشته.
هغې وویل: نن سبا ټوله دنیا د کشمیر په مسئلې خبر ده او پوهیږي چې په دغې سیمې کښې د بشري حقوقو خلاف ورزي په کوم شکل ترسره کیږي.
میرمن فاروقي زیاته کړه: عمران خان ځکه په کشمیر باندې د هندوستان د حملې د خطر خبره تکراروي چې په تاریخ کښې دغه کار بیابیا شوی دی.
د پاکستان د خارجه وزارت ویاندوې یادونه وکړه چې په خیبرپښتونخوا یا پنجاب صوبه کښې د پاکستاني کشمیر د شاملولو د احتمال په هکله خپاره شوي خبرونه هم غلط دي.