پاکستان تل د کشمیر د خلکو ملاتړ کوي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې دغه هیواد به تل د کشمیر له خلکو سره اوږه په اوږه ولاړ وي .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د فرورۍ د میاشتې د پینځمې (۵) نیټې په مناسبت چې په ټول هیواد کښې د کشمیر له خلکو سره د پیوستون ورځ ولمانځل شوه په خپل پیغام کښې وویل پاکستان به د کشمیر د خلکو اخلاقي ، سیاسي او ډيپلوماټیک ملاتړ ته دوام ورکړي .
عمران خان غوښتنه وکړه چې هندوستان په کشمیر کښې یواړخیزه اقدامات پاې ته ورسوي او د هندوستان تور قوانین دې لغوه شي .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر له خلکو سره د پیوستون د اعلانولو لپاره نن د خپل هیواد تر کنټرول لاندې د کشمیر پلازمینې مظفر اباد سیمې ته ورسید .
له عمران خان سره په دغه سفر کښې خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم ورسره دی .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د خپل هیواد تر کنټرول لاندې د کشمیر پارلمان ته هم وینا وکړه او ویې ویل زه د کشمیر د خلکو ته وایم چې هیڅکله ناهیلي کیږئ مه انشاالله تاسو به له مشکلاتو ووځئ او د هند د لومړي وزیر ناریندي مودي د اقدام په وجه زما ایمان دی چې کشمیر به ازاد شي .