هندوستان دې د کشمیریانو خلاف اقدامات بند کړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i87777
د پاکستان وزیراعظم د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر د خلکو خلاف د دغه هیواد د غیرقانوني اقداماتو د سمدستي بندیدو په ضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 07, 2020 05:52 Asia/Kabul
  • هندوستان دې د کشمیریانو خلاف اقدامات بند کړي

د پاکستان وزیراعظم د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر د خلکو خلاف د دغه هیواد د غیرقانوني اقداماتو د سمدستي بندیدو په ضرورت ټینګار وکړ.

عمران خان پرون یوځل بیا نړیواله ټولنه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هیواد په غیرقانوني اقداماتو خبر کړه او په دغې سیمې کښې یې د هندوستان د حکومت د اسلام ضده کړنلارې د بندیدو غوښتنه وکړه.

د پاکستان وزیراعظم له کشمیره د ملاتړ په ملي ورځ په خپله وینا کښې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر د کړکیچن حالت په هکله نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړ او ویې ویل: په کشمیر کښې د هندوستان لخوا له اسلامه ویرونکي اقدامات به د دغې سیمې د آزادۍ سبب شي.

هغه په دې خبرې سره چې د هندوستان د وزیراعظم نریندر مودي فاشسټي کړچار د کشمیري مسلمانانو مقاومت دوه چنده کړی دی، زیاته کړه: خپلواکي او د خپل برخلیک ټاکل د کشمیریانو حق دی.

د پاکستان د پوځ قومندان قمر جاوید باجوا هم په یو پیغام کښې وویل چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د روانو پیښو په وړاندې د پاکستان صبر او زغم یوازې د سیمه ایزې صلحې او ثبات د ساتنې لپاره دی.

هغه څرګنده کړه چې که ضرورت شي نو پاکستان په کشمیر کښې د هند د غیرقانوني کړنلارې د بندولو او د هر ډول یرغلیز اقدام ځواب ته بیخي چمتو دی.