ایران او پاکستان د ګمرکي اطلاعاتو د مبادلې موافقه لاسلیک کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i87871-ایران_او_پاکستان_د_ګمرکي_اطلاعاتو_د_مبادلې_موافقه_لاسلیک_کړه
د ا یران او پاکستان د ګمرکي یا کسټم دادارو ترمینځ نزدې ملګرتیا به په پولو کې د بازارچو د فعالولو ، دس رحدي مبادلاتو دپیاوړتیا او دغه راز د قاچاق دسپیرې بلا د مخنیوي سبب شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 11, 2020 02:59 Asia/Kabul
  •   ایران او پاکستان د ګمرکي اطلاعاتو د مبادلې موافقه لاسلیک کړه

د ا یران او پاکستان د ګمرکي یا کسټم دادارو ترمینځ نزدې ملګرتیا به په پولو کې د بازارچو د فعالولو ، دس رحدي مبادلاتو دپیاوړتیا او دغه راز د قاچاق دسپیرې بلا د مخنیوي سبب شي .

ایرنا خبری اژانس راپورورکړی ، د ګمرکي  اطلاعاتو د الیکټرانیکي  مبادلو تفاهم نامه پرون مازدیګر د  ایران د ګمرک دارتباطاتو اواطلاعاتو د ټينکالوجۍ د دفتر  دعمومي مدیرې میرمن هایده باقري پور  او د پاکستان د نړیوالو ګمرک  د مشر فیاض رسول په لاس په اسلام اباد کې لاسلیک شوه .

 په پاکستان کې داسلامی ایران سفیر سید محمد علی حسیني  په دغو دستورو کې   د دواړو هیوادونو ترمینځ د ګمرکي اطلاعاتو  د الیکټرانیکي مبادلې د تفاهم لیک  په ډیر مهم بللو سره  وئیلی دي ، د ا یران او پاکستان د ګمرکي  یا کسټم دادارو  ترمینځ  نزدې ملګرتیا به په پولو کې د بازارچو د فعالولو ، دس رحدي  مبادلاتو دپیاوړتیا  او دغه راز د قاچاق دسپیرې بلا د مخنیوي سبب شي .  

   دایران او پاکستان ترمینځ  دکسټم د چارو د ګډې ملګرتیا له تړون سره سره  چې د ۲۰۰۴ کال په مارچ کې لاسلیک شوی ،  دغه ملګرتیاوې  په محدوده سویه روانې دي ، په همدې دلیل  اوسنۍ تفاهم نامه ،  به  د ایران او پاکستان ترمینځ  په ګډو سرحدي لارو او پولو کې  د ښاریزو د تګ راتګ ، صادراتي او وارداتي شیانو  په باب  د اطلاعاتود چټکې مبادلې پشمول  د دواړو هیوادونو د ګمرکاتو  ترمینځ  دملګرتیا په چټکولو کې هم اغیزشیندونکي مرستې وکړي .

 ایران او پاکستان  کابو نهه سوه شپيت کلومیټر ګډې پولې لري .