قریشي د افغانستان په صلحه کښې د پاکستان په رول ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88147-قریشي_د_افغانستان_په_صلحه_کښې_د_پاکستان_په_رول_ټینګار_وکړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د صلحې په ټینګښت کښې د اسلام آباد په رول باندې تاکید وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2020 13:19 Asia/Kabul
  • قریشي د افغانستان په صلحه کښې د پاکستان په رول ټینګار وکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د صلحې په ټینګښت کښې د اسلام آباد په رول باندې تاکید وکړ.

د تسنیم خبري آژانس په لیکنه شاه محمود قریشي نن په اسلام آباد کښې وویل: پاکستان په پوره توان سره د افغانستان د صلحې د معاهدې ملاتړ کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د طرفینو ترمینځ د افغانستان د صلحې فاینل معاده به د اسلام آباد په شتون کښې لاسلیک شي ځکه چې د پاکستان له هلوځلو پرته په افغانستان کښې د صلحې ټینګښت ناشونی دی.

د پاکستان د واکمن تحریک انصاف ګوند مرستیال په دوام کښې هیله وښودله چې افغانستان زرترزره صلحې ته ورسیږي ځکه چې دغه کار د اسلام آباد په ګټه هم دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په پاې کښې یادونه وکړه چې د افغانستان خلک له جنګه ستړې شوې دي او د امنیت او ارامښت په لټه کښې دي.