پاکستان،دهند او امریکا د پوځي تړونونو لاسلیک کول نه زغمي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88299-پاکستان_دهند_او_امریکا_د_پوځي_تړونونو_لاسلیک_کول_نه_زغمي
په جنوبی آسیا کې د خپل زاړه سیال په توګه د هندوستان په پوځي پروګرامونو د پاکستان اندیښنه په داسې حال کې بیانیږي ، چې دواړه هیوادونه تل دیوه بل له پولو سره نزدې پوځي مانورې ترسره کوي او د غه راز د قدرت ښودلو لپاره دبالیسټک توغندیو په یوه بل پسې آزموینې کوي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 28, 2020 15:04 Asia/Kabul
  • پاکستان،دهند او امریکا د پوځي تړونونو لاسلیک کول نه زغمي

په جنوبی آسیا کې د خپل زاړه سیال په توګه د هندوستان په پوځي پروګرامونو د پاکستان اندیښنه په داسې حال کې بیانیږي ، چې دواړه هیوادونه تل دیوه بل له پولو سره نزدې پوځي مانورې ترسره کوي او د غه راز د قدرت ښودلو لپاره دبالیسټک توغندیو په یوه بل پسې آزموینې کوي .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ و دپاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن عایشه فاروقي  په همداوروستیو کې  دهند او امریکا د درې میلیارډ ډالرو په ارزښت د روستي پوځي تړون باندې په غبرګون کې وئيلي دي ، ددغه تړون لاسلیک کول  به  په سیمې کې د  لازیاتې بې ثباتۍ لامل شي .

 میرمن فاروقي  د هند او امریکا دپوځي اړیکو  په پراختیا په تیره بیا  نوي ډیلی ته د ډونالډټرمپ  د سفر په دوران کې د دواړو هیوادونو په پوځي تړون باندې د سختې اندیښنې په څرګندولو سره  وئيلي دي ،اسلام اباد د هندوستان د سیاسی او پوځي  چارواکو  ګواښونکي څرګندونې جدي ګڼي او  په نړیواله سویه ئې خپلې اندیښنې  اعلان کړی دي.

 د  امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  دتیرې سه شنبې په ورځې   په نوي ډيلي کې له هندي لومړ ي وزیر نریندرا مودي سره  دیوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي وو ، دواړه هیوادونو  په هندوستان  د آپاچي چورلکو او نورو امریکائي پوځي تجهیزاتو د  خرڅولو لپاره د درې میلیارډ ډالرو په ارزښت  پوځي تړون لاسلیک کړی دی .