پاکستان کښې ټرافیکي پیښې دیرش کسان وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88307-پاکستان_کښې_ټرافیکي_پیښې_دیرش_کسان_وژلي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان په سیند صوبې کښې له مسافر وړونکي بس سره د یوه (۱) اورګاډي د ټکریدا په پیښه کښې تراوسه دیرش (۳۰) کسان وژل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 29, 2020 00:56 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې ټرافیکي پیښې دیرش کسان وژلي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان په سیند صوبې کښې له مسافر وړونکي بس سره د یوه (۱) اورګاډي د ټکریدا په پیښه کښې تراوسه دیرش (۳۰) کسان وژل شوي دي .

د پاکستان رسنیو وویل چې دغه پیښه بیګا شپه د سیند صوبې  سکهر سیمې ته نږدې رامینځته شوي وه .

اکثره وژل شوي کسان په بس کښې سپاره کسان وو چې د سیند صوبې له مرکز کراچۍ ښار څخه د پنجاب صوبې سرګودها ښار ته روان وو .

ویل کیږي چې د غه اورګاډي له کراچۍ څخه د پاکستان دپنجاب صوبې راولپنډۍ سیمې ته روان و .

د ځینو ژوبلو کسانو جسمي حالت چې ښځې او ماشومان پکښې شامل دي  نازک دی او احتمال شته چې د وژل شویو کسانو شمیر زیات شي .

په دغه پیښه کښې بس درې (۳) ټوټې شوی او پیښه دومره زوره وره  وه چې بس له اورګاډي کابو دوه سوه (۲۰۰) فټه لیرې توغیدلی دی .

په وژل شویو کسانو کښې پینځه (۵) ښځې او نهه (۹) سړي شامل دي او شپیته (۶۰)کسان ژوبل شوي هم دي .