د ایران او پاکستان سرحد په موقته توګه خلاص شوی
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د تفتان سیمې ځايي چارواکي اسټنټ کمشنر نجیب الله قمبري پرون تائید کړه چې د ایران او د پاکستان ترمینځ تفتان سرحد په موقته توګه خلاص شوی دی چې کابو درې سوه (۳۰۰) پاکستانیان وتوانیږي خپلو کورونو ته ورستانه شي .
ویل کیږي چې د ایران او د پاکستان ترمینځ تفتان سرحد یو(۱) طرف(one-way traffic) خلاص شوی یعني یوازې له ایران څخه د پاکستان ښاریز خپل هیواد ته ورستنیدلی شي او کوم پاکستانی ایران ته د تلو حق نلري .
د پاکستان دتفتان سیمې ځايي چارواکي نجیب الله قمبري وویل هغه پاکستانیان چې له ایران څخه خپل هیواد ته ورځي تر څارنې لاندې ساتل کیږي او زیاته یې کړه زیارتوال به په پریکنده توګه قرنطینه کیږي او هغوې به په کامل ډول له څارنې وروسته خپلو کورونو ته د تلو اجازه ولري .
دغه راز په پاکستان کښې په کورونا وایروس د دوو (۲) ککړو کسانو جسمي حالت په ښه کیدا دی .