پاکستان له سبا ایران اوافغانستان سره خپلې ټولې پولې تړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88627-پاکستان_له_سبا_ایران_اوافغانستان_سره_خپلې_ټولې_پولې_تړي
پاکستان دا قدامات په داسې حال کې کړې دي چې په دغه هیواد کې په کرونا ویروس ککړ کسان تر اته ویشتو تنو پورې اعلان شوي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 14, 2020 01:22 Asia/Kabul
  •     پاکستان له سبا ایران اوافغانستان سره خپلې ټولې پولې تړي

پاکستان دا قدامات په داسې حال کې کړې دي چې په دغه هیواد کې په کرونا ویروس ککړ کسان تر اته ویشتو تنو پورې اعلان شوي دي .

زمونږخبریال د خبرو سرچینو له قوله راپورراکړ  دپاکستان په اسلام اباد کې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت  پرنو دیوې خبرپاڼې په خپرولو سره وئيلي دي ، دا پریکړه ئې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه  سره کړی دی .

Image Caption

 

په خبر پاڼې کې وئيل شوي دي له یکشنبې ورځې راهسې به له افغانستان او ایران سره ددوي ټولې پولې او لارې تر راتلونکو دوو اونیو پورې تړلې وي.

بلې خوا د پاکستان حکومت پخپل هیواد کې هم ټول خصوصي اوحکومتي   ښوونځي، پوهنتونونه او تعلیمي ادارې  تر راتلونکو دوو اونیو پورې چټي کړي دي.

پاکستان دا قدامات په داسې حال کې کړې دي چې په دغه هیواد کې په کرونا ویروس ککړ کسان  تر اته ویشتو تنو پورې  اعلان شوي دي .

په افغانستان کې تر اوسه هم اوه کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي، خو په هرات کې لومړی تن چې په دغه ویروس ککړ شوی ؤ پرون له مختصرې درملنې وروسته بیرته ښه شوی دی.