دپاکستان پارلیمان له کرونا ویروس سره پرجدي مبارزې ټینګار وکړ
د پاکستان د ولسی جرګې په دغې ناستې کې دا هم وئيل شوي په دې اړه دې د جدي اقداماتو په باب د مشورو لپاره عمومي څيړنې او مشورې وشي څو په هیواد کې د کرونا ویروس د لازیاتې خوریدا مخینوی وشي .
ایرنان خبری آژانس راپورورکړ دپاکستان د ولسی جرګې استازو پرون په ناستې کې ددغه هیواد پر حکومت غږ کړی ، د کرونا ویروس له خوریدا سره دمبارزې او مقابلې لپاره دې جدي اوعملی ګامونه پورته کړي .
د پاکستان د ولسی جرګې په دغې ناستې کې دا هم وئيل شوي په دې اړه دې د جدي اقداماتو په باب د مشورو لپاره عمومي څيړنې او مشورې وشي څو په هیواد کې د کرونا ویروس د لازیاتې خوریدا مخینوی وشي .
ځیني وروستی راپورونه ښئ چې د امریکا په بیلابیلو ایالتونو کې دکرونا ویروس خوریدا چې تر دې دمه ئې کابو د پنځو څلویښتو امریکایانو ژوند هم اخستی د امریکا حکومت ئې لالهانده کړی او په درست هیواد کې ئې بیړنۍ حالت هم اعلان کړی دی .
همدرااز فکس نیوز خبری چینل راپورورکړی، د امریکا سپينې ماڼۍ په یوې بیړنۍ غونډې کې ددغه هیواد دولسمشر ډونالډ ټرمپ په کرونا ویروس د احتمالی ککړتیا د ارزونې خبر ورکړی دی .