په ایران لګیدلي بندیزونه دې ختم شي
د پاکستان وزیراعظم په ایران باندې د موجودو ظالمانه بندیزونو د ختمیدو غوښتنه وکړه.
د پاکستان وزیراعظم په دې خبرې سره چې د بندیزونو ختمیدل به له کورونا سره په مبارزه کښې د ایران ډیره مرسته وکړي، د دغو بندیزونو د لغو کیدو غوښتنه وکړه.
عمران خان نن په دې خبرې سره چې د ایران خلاف لګیدلو بندیزونو د دغه هیواد لپاره له کورونا ناروغۍ سره مقابله ګرانه کړې ده، وویل: بندیزونه به له کورونا سره د مبارزې په لړ کښې د تهران د مرستې په خاطر ختم شي.
د پاکستان وزیراعظم هم داشان ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د دې ناروغۍ تر تاثیر لاندې هیوادونو ترڅنګ ودریږي او له دغې ستونزې سره د مقابلې په لړ کښې یې مرسته وکړي.
عمران خان په عین حال کښې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د پاکستان په شمول د سیمې د ځینو هیوادونو ډیرو اقتصادي مشکلاتو ته او د کورونا ناروغۍ په شان کړکیچونو په وړاندې د هغوي سخت تاوان مننې ته په پام سره، له دغو هیوادونو سره د مرستې په لړ کښې د هغوي د ځینو بهرنیو پورونو د بخښل کیدو لارې چارې وڅیړي.
د ویلو ده چې په تیرو لسو ورځو کښې په پاکستان کښې د کورونا د ناروغانو شمیر له اوو څخه ۱۸۴ تنو ته رسیدلی دی.