دپاکستان خارجه وزیر له چینه په ستنیدو سره قرنطینه شو
د پاکستان د ولسمشر پشمول دپاکستان د لوړ روتبه پلاوي درستو غړو د کرونا ټسټ ورکړی او له ډاډمنیدا وروسته پاکستان ته بیرته ستنۀ شول .
ایرنا خبری اژانس راپورورکړ د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي چې ددغه هیواد له ولسمشر عارف علوي سره یو ځاي د چین په سفر تللی ؤ له ستنیدا وروسته نن قرنطینه شو .
دپاکستان رسندویو نن لیکلي دي ، ټاکل شوي ده ، ډاکټران تر راتلونکو پنځو ورځو پورې د شاه محمود قریشي کرونا ټسټ کوي او له قرنطینه کولو څخه موخه په دغې ناروغۍ له ککړتیامخکې احتیاط او تدبیرونو غوره کول دي .
دغه راپور زیاتوي ،د پاکستان د ولسمشر پشمول دپاکستان د لوړ روتبه پلاوي درستو غړو د کرونا ټسټ ورکړی او له ډاډمنیدا وروسته پاکستان ته بیرته ستنۀ شول .
د پاکستان ولسمشر عارف علوي له خارجه وزیر او دپلانونې له وزیر سره یو ځاي د دواړو هیوادونو ترمینځ دسټراټژيکو اړیکو د پیاوړتیا په موخې سره د دوشنبې په ورځې بیجینګ ته تللی ؤ .
وروستي راپورونه ښئ چې په پاکستان کې هم تر نن ماسپښین پورې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر دوه سوه اوه دیرش تنه اعلان شوی او وئیل شوي دي ، چې له دغې ناروغۍ یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .