لسګونه امریکايي سفارتکاران له پاکستانه ووتل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88906-لسګونه_امریکايي_سفارتکاران_له_پاکستانه_ووتل
اسلام آباد کښې د امریکې د سفارت ۶۹ ډیپلماټان په پاکستان کښې د کرونا وایرس د خوریدو له ویرې امریکې ته ستانه شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 27, 2020 03:08 Asia/Kabul
  • لسګونه امریکايي سفارتکاران له پاکستانه ووتل

اسلام آباد کښې د امریکې د سفارت ۶۹ ډیپلماټان په پاکستان کښې د کرونا وایرس د خوریدو له ویرې امریکې ته ستانه شول.

پاکستاني رسنیو پرون وویل چې په اسلام آباد کښې د امریکې سفارتخانې هم داشان په پاکستان کښې د کرونا وایرس د خوریدو په وجه خپله کنسولي برخه بنده کړې او د هر ډول ویزې صادرول یې ځنډولې دي.

څو ورځې مخکښې دغه سفارت په کرونا باندې د خپل یو کارکونکي د اخته کیدو خبر تایید کړ خو په اړه یې زیات معلومات ورنه کړل.