د پاکستان حکومت له کرونا سره د مقابلې لپاره حمایتي پیکیج ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88907-د_پاکستان_حکومت_له_کرونا_سره_د_مقابلې_لپاره_حمایتي_پیکیج_ورکوي
د پاکستان حکومت له کرونا وایرس سره د مقابلې لپاره د ۱۲۰۰ میلیارډ روپیو (تقریباً اووه نیم میلیارډ امریکايي ډالرو) د بیلولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 27, 2020 03:19 Asia/Kabul
  • د پاکستان حکومت له کرونا سره د مقابلې لپاره حمایتي پیکیج ورکوي

د پاکستان حکومت له کرونا وایرس سره د مقابلې لپاره د ۱۲۰۰ میلیارډ روپیو (تقریباً اووه نیم میلیارډ امریکايي ډالرو) د بیلولو خبر ورکړ.

له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان د مالیې وزارت پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: حکومت د خلکو د معیشتي ستونزو د کمولو او د پاکستان په اقتصاد باندې د کرونا له منفي اغیزو سره د مقابلې لپاره د ۱۲۰۰ میلیارډ روپیو په ارزښت یو حمایتي پیکیج ټاکلی دی.

پاکستاني سرجینو په دې خبرې سره چې دا اقتصادي پيکیج د دغه هیواد په تاریخ کښې ترټولو ستر ملاتړیز پیکیج ګڼل کیږي، وویل: له دغه بجټ څخه ۱۹۰ میلیارډ روپۍ په کړکیچنو حالاتو په تیره بیا له کرونا سره د مقابلې لپاره ځانګړې شوې دي.

پاکستان کښې تر پرونه پورۍ په کرونا د ککړو ناروغانو شمیر ۱۱۱۸ تنو ته رسیدلی چې اته کسانو په کښې خپل ژوند بایللی دی.