پاکستان کښې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۲۸۶ ته اورسېد
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88922-پاکستان_کښې_په_کورونا_د_اخته_کسانو_شمېر_۱۲۸۶_ته_اورسېد
پاکستاني خبري سرچينو په دغه هېواد کښې د سخت لاک ډاؤن باوجود په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر ۱۲۸۶ تنو ته او د مړو شمېر نهو تنو د رسېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 27, 2020 13:09 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۲۸۶ ته اورسېد

پاکستاني خبري سرچينو په دغه هېواد کښې د سخت لاک ډاؤن باوجود په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر ۱۲۸۶ تنو ته او د مړو شمېر نهو تنو د رسېدو خبر ورکړ.

د پاکستان د کمانډ او کنټرول سنټر لخوا په جاري شمېر ترټولو وروستيو شمېرنو مطابق په کورونا له اخته کسانو څخه د اوو تنو حالت سخت بيان شوے او درويشت تنه ښه شوي او له روغتونونو کورونو ته رخصت کړې شوي دي.

د  پاکستان په سيند صوبه کښې په کورونا د اخته کسانو شمېر د  نورو صوبو په نسبت زيات دے يعنې 440 تنه دے، په پنجاب کښې ۴۱۹، خېبر پښتونخوا کښې ۱۷۶ ، بلوچستان کښې 131 ، ګلګت بلتسان کښې 91، پائتخت اسلام آباد کښې 27 او د دغه هېواد ترکنټرول لاندې کشمير کښې 2 تنه دے.