د چین نوره کرونائي مرستې هم اسلام اباد ته ورسیدې
دپاکستان پوځ دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، د کرونائي ناروغانو دقرنطینه کولو تر ټولو زیات کیمپونه په تفتان او چمن سرحدي سیمو کې دي او په دغو کیمپونو کې کابو دوه زره سل کسان ساتل کیږي ، پوځ هم د قرنطینه کونې کابو یو سل دوه اتیا مرکزونه جوړ کړي چې د هر ډ ول وضعیّت لپاره تیار دي .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، په پاکستان کې په کړونا ویروس له ککړو کسانو له درملنې سره د مرستې لپاره د چین د متخصصو ډاکټرانو یوه بله ډله هم نن اسلام اباد ته سره د کرونا ئي تجهیزاتو ورسیده .
راپور ښئ دغه ډله پاکستان ته رسیدلې او د پاکستان خارجه وزیر ئې تود هرکلی کړی دی .
په دې وخت د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي په یو لړ څرګندونو کې وئيلي چین او پاکستان ډيرې ښې او زاړې اړیکې لري چې له کرونا ویروس خوریدا وروسته دغه ملګرتیائې روغتیائي حوزې ته هم غزیدلي دي .
د چین حکومت پر دغو ډاکټرانو سربیره ، له دې مخکې دپاکستان د خلکو لپاره د روغتیائي مرستو دوې سترې جوپې لیږدولي دي .
په عین حال کې دپاکستان حکومت دکرونا ویروس د خوریدا له ویرې فیصله کړې ، چې عادي بندیان په موقتي توګه له زندانونو خوشي کړي .
وروستي راپورونه ښئ چې په پاکستان کې تر دې دمه په کروناویروس د ککړو کسانو شمیر څه دپاسه یو زر پنځه سوه کسانو ته رسیدلی او دقربانیانو شمیر ئې هم څوارلس تنه ښودل شوی دی .
همداراز جیو نیوز خبری چینل هم راپور ورکړ دپاکستان پوځ دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، د کرونائي ناروغانو دقرنطینه کولو تر ټولو زیات کیمپونه په تفتان او چمن سرحدي سیمو کې دي او په دغو کیمپونو کې کابو دوه زره سل کسان ساتل کیږي ، پوځ هم د قرنطینه کونې کابو یو سل دوه اتیا مرکزونه جوړ کړي چې د هر ډ ول وضعیّت لپاره تیار دي .