د پاکستان خلک طبي سپارښتنو ته پام نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88982-د_پاکستان_خلک_طبي_سپارښتنو_ته_پام_نه_کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان رسنیو راپور ورکړ په کورونو کښې د کیناستلو او له یوبل څخه د فاصلې د اخیستلو له پلان څخه د ځینو ښارونو د خلکو نه هرکلی سبب شوی چې ښارونو کښې نورو وسیدونکو ته له ککړو کسانو د کورونا وایروس خپریدل چټک شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2020 01:37 Asia/Kabul
  • د پاکستان خلک طبي سپارښتنو ته پام نه کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان رسنیو راپور ورکړ په کورونو کښې د کیناستلو او له یوبل څخه د فاصلې د اخیستلو له پلان څخه د ځینو ښارونو د خلکو نه هرکلی سبب شوی چې ښارونو کښې نورو وسیدونکو ته له ککړو کسانو د کورونا وایروس خپریدل چټک شي .

د پاکستان په جنوب کښې د سیند صوبې حکومت چې په کورونا وایروس ترټولو زیات ککړ کسان همدلته ثبت شوي دي په کراچۍ ښار او د دغه صوبې په نورو ښارونو کښې  عادي خلکو ته د کورونا وایروس د خپریدا په چټکوالي اندیښنه څرګنده کړي ده .

د لاهور په شمول  د پاکستان په ختیځ کښې په پنجاب صوبې کښې هم له یوبل څخه د خلکو د لیرې ځان ساتلو د پلان اجرا کیدل د حکومت لپاره مشکل جوړ کړی دی او چارواکي مجبوره شوي دي د ښارونو په سویه د تګ راتګ د  محدودیت په وخت کښې امنیتي ضریب پیاوړی کړي او د خلکو د اساسي اړتیاو د وړاندې کولو لپاره د ځینو دکانونو او فروشګاوانو د فعالیت وخت کم کړي .

د پاکستان خبري چینلونه په پرله پسې ډول په خپلو خبرتیاو کښې د هیواد له خلکو غواړي چې په کورونو کښې پاتې شي  او له یوبل څخه لیرې کیني ګڼي کورونا وایروس ته ماتي ورکول به میاشتې  میاشتې واخلي .

په پاکستان کښې کورونا وایروس له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او له اروپايي هیوادونو څخه ستنو شویو ښاریزو له ځان سره دغه هیواد ته انتقال کړی دی خو د دغه هیواد رسنۍ یوازې د ایران پرضد منفي تبلیغات او پروپاګنډې کوي .