پاکستان داسلامی ملګرتیاله موسسې دکشمیریانود ملاتړغوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i89243-پاکستان_داسلامی_ملګرتیاله_موسسې_دکشمیریانود_ملاتړغوښتنه_وکړه
ظفر میرزا وویل دغه موسسه د مسلمانانو له حقوقو د دفاع د سترې نړیوالې موسسې په توګه د کشمیر د مسلمانانو په وړاندې خپله دنده سمه ترسره کړی او اجازه ورنکړی چی یو هندو حکومت د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې په مسلمانانو دومره ظلم وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 11, 2020 07:42 Asia/Kabul
  • پاکستان داسلامی ملګرتیاله موسسې دکشمیریانود ملاتړغوښتنه وکړه

ظفر میرزا وویل دغه موسسه د مسلمانانو له حقوقو د دفاع د سترې نړیوالې موسسې په توګه د کشمیر د مسلمانانو په وړاندې خپله دنده سمه ترسره کړی او اجازه ورنکړی چی یو هندو حکومت د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې په مسلمانانو دومره ظلم وکړي .

د تسنیم خبري اژانس له راپور سره سم د پاکستان د لومړی وزیر د روغتیا ځانګړی مرستیال او د اسلامی ملګرتیا موسسې په غونډه کی د دغه هیواد استازی ظفر میرزا وویل دغه موسسه د مسلمانانو له حقوقو د دفاع د سترې نړیوالې موسسې په توګه  د کشمیر د مسلمانانو په وړاندې خپله دنده سمه ترسره کړی او اجازه ورنکړی چی یو هندو حکومت د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې په مسلمانانو دومره ظلم وکړي .

دغه پاکستانی چارواکی زیاته کړه څه د پاسه اته میاشتې کیږی چی د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر خلک په خپلو کورونو کی بندیان شوی دي او راپورونه د دې ښودنه کوی چی د هغو وضعیت ډیر خراب دې .

هندوستان کلونه کیږی چی د زرګونو عسکرو په ځای پر ځای کولو سره یې  د کشمیر ډیرې سیمې تر کنټرول لاندې راوستی دی او دغو دریو لسیزو کې یې په لسګونو زره کسان وژلی دي .