پاکستان د افغانستان د ټرانزیټي تجارت اجازه ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i89447-پاکستان_د_افغانستان_د_ټرانزیټي_تجارت_اجازه_ورکړه
زمونږ خبریال وايي د پاکستان فیډرال حکومت د بلوچستان صوبې له ګوادر بندر څخه د افغانستان دټرانزیټ تجارت د ترسره کولو اجازه ورکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2020 00:49 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان د ټرانزیټي تجارت  اجازه ورکړه

زمونږ خبریال وايي د پاکستان فیډرال حکومت د بلوچستان صوبې له ګوادر بندر څخه د افغانستان دټرانزیټ تجارت د ترسره کولو اجازه ورکړه .

د پاکستان د تجارت وزارت لخوا په خپرې شوي خبر پاڼه  کښې ویل شوي چې د بلوچستان صوبې له ګوادر بندر څخه به د افغانستان د ټرانزیټي تجارت اجازه وي او زیاته شوي ده چې ګوادر بندر ته ورتلونکي تجارتي شیان  به افغانستان ته واستول شي .

د پاکستان د تجارت وزارت وویل له ګوادر بندرڅخه دافغانستان بلیک کارګو ته اجازه د  دواړو هیوادونو د تجارتي کوټې او د نورو شرکاو په غوښتنه ورکړل شوي ده .

د پاکستان د تجارت سیکرټر احمد نواز سکهیرا وویل په راتلونکو ورځو کښې به په ګوادر بندر کښې په پراخه سویه تجارتي فعالیتونه پیل شي خو د ګوادر بندر په وسیله د افغانستان د ټرانزیټ شیانو په ټرکونو به په کامل ډول بندیز وي .