په شمالي وزیرستان کښې نهه ترهګر ووژل شول
Apr 26, 2020 09:35 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د پاکستان عسکرو د شمالي وزیرستان په خیسوره او دوسالي سیمو کښې د عملیاتو په وخت نهه (۹) ټروریسټان ووژل او له هغوې څخه یې ګڼ شمیر وسلې هم کشف کړې .
د ترهګرو او د حکومتي عسکرو ترمینځ د ډزو په تبادلې کښې دوه(۲) پوځيان هم مړه شوي او پینځه (۵)نور ژوبل شوي دي .
د پاکستان د پوځ یو (۱) وژل شوی عسکر نهویشت ()کلن لانس نائیک عبدالوحید نومیږي چې د مظفراباد سیمی وسیدونکی دی او له هغه درې (۳) زامن او یوه (۱) لور پاتې شوي ده او بل عسکر درې دیرش (۳۳) کلن سقم داد نومیږي چې د ایبټ اباد سیمې دی او له له هغه یو(۱) زوی او یوه (۱) لور پاتې شوي ده .
ټیګونه