دحفاظتی تجهیزاتو کمښت د پاکستاني ډاکټرانو اعتراض راپارولی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i89622-دحفاظتی_تجهیزاتو_کمښت_د_پاکستاني_ډاکټرانو_اعتراض_راپارولی_دی
ټول پاکسان کې دمګړۍ د کورونا ۱۳۳۲۸ناروغان دي چې کابو۲۸۰ کسان پکې مړه شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 27, 2020 01:29 Asia/Kabul
  • دحفاظتی تجهیزاتو کمښت د پاکستاني ډاکټرانو اعتراض راپارولی دی

ټول پاکسان کې دمګړۍ د کورونا ۱۳۳۲۸ناروغان دي چې کابو۲۸۰ کسان پکې مړه شوي دي.

 

د پاکسنانی رنسدویو له راپور سره سم په پاکستان کې تر اوسه ۳۴۵ تنه ډاکټران او روغتیايي کارمندان په کورونا وایرسو ککړ شوي دي.

د پاکستاني چارواکو له قوله یوازې په اسلام اباد کې ۱۳ ډاکټران ، ۳ نرسان او ۱۲ نور روغتیايي کارکوونکي له دې ناروغۍ کړېږي.

همدا راز په پنجاب کې تر اوسه ۵۵ ډاکټران، ۱۶ نرسان او ۲۲ روغتیايي کسان په دې ناروغۍ اخته دي.

 د پنجاب ایالت روغتیايي کارمندانو له همدې کبله په دغه هیواد کې غذايي یا د نه خوړو اعتصاب هم کړی او ویلی یې دي چې دوی ته د ځان ساتنې امکانات او وسایل نه دي ورکول شوي.

 بلخوا په خیبر پښتونخوا کې هم ویل کېږي چې تر دې دمه ۳۴ ډاکټران، ۶ نرسان اوو د روغتیايي پرسونل ۳۱ کارکوونکي په دې ناروغۍ اخته دي

همدا راز په سېند ایالت کې تر اوسه د ۲۸ ډاکټرانو، ۱۷ نرسانو او د صحي پرسونل د ۲۷ کارکوونکو د کورونا د مثبت تشخیص راپورونه هم تایید شوي دی.

 دغه راز په بلوچستان کې هم د وسایلو د نشتون له امله تر دې دمه ۳۲ ډاکتران، ۳ نرسان او ۲۰ روغتیايي کارکوونکي دغې وایرس نیولي دي. چې له کبله یې پاکستاني ډاکتران له مارچ میاشتې راهیسې په روغتونونو کې د محافظتي تجهیزاتو او وسایلو له نشتوالي شکایت لري او وخت ناوخت اعتراضونه هم کوي.