هند دکشميري مسلمانانو د نسل وژنې په حال کښې دے
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i89722-هند_دکشميري_مسلمانانو_د_نسل_وژنې_په_حال_کښې_دے
د پاکستان وزيراعظم د مسلمانانو په خلاف د هند حکومت په ځپونکو سياستو باندې په نيوکې سره د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې نوي د دغه هېواد اقدامات څرګنده نسل وژنه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2020 02:49 Asia/Kabul
  • هند دکشميري مسلمانانو د نسل وژنې په حال کښې دے

د پاکستان وزيراعظم د مسلمانانو په خلاف د هند حکومت په ځپونکو سياستو باندې په نيوکې سره د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې نوي د دغه هېواد اقدامات څرګنده نسل وژنه وبلله.

د پاکستان د اېکسپرېس نيوز خبري اژانس د رپوټ له مخې عمران خان پرون د هند له حکومته وغوښتل د هندي ځواکونو او افراطي  هندوانو لخوا د کشمير د خلقو نسل وژنه دې بنده کړي.

د پاکستان د تحريک انصاف واکمن ګوند مشر زياته کړه، د هند بي جي پي واکمن ګوند د کورونا وائرسو خپرېدل او د خلقو قرنطينه کول بهانه ګرځولې او د کشميريانو په شمول د هند له مسلمانانو څخه ناوړه اوزاري استفاده کوي.

د پاکستان وزيراعظم واضحه کړه، د مودي حکومت د کشمير د خودمختارۍ په ختمولو سره په عملي توګه د دغې سيمې د نفوسي جوړښت د بدلولو په حال کښې دے چې دا چاره له نړيوالو قوانين څرګند مخالفت دے.

هغه تاکيد وکړ، هيڅ هېواد حق نه لري چې د رېفرېنډم تر وخت د کشمير نفوسي جوړښت  بدل کړي  او د سيمې کشميريان په اقليت بدل کړي.