د پاکستان خبریال په سویډن کښې ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i89745-د_پاکستان_خبریال_په_سویډن_کښې_ووژل_شو
زمونږ خبریال وايي د پاکستان خبریال ساجد حسین چې له دوه زره اولسم (۲۰۱۷) میلادي کال راهسې یې په سویدڼ کښې د جلاوطنۍ ژوند کاوه او د مارچ د میاشتې له دوهمې (۲)نیټې څخه بې درکه شوی وو مړ وموندل شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2020 01:14 Asia/Kabul
  • د پاکستان خبریال په سویډن کښې ووژل شو

زمونږ خبریال وايي د پاکستان خبریال ساجد حسین چې له دوه زره اولسم (۲۰۱۷) میلادي کال راهسې یې په سویدڼ کښې د جلاوطنۍ ژوند کاوه او د مارچ د میاشتې له دوهمې (۲)نیټې څخه بې درکه شوی وو مړ وموندل شو .

ویل کیږي چې د پاکستان د دغه خبریال مړی د اپریل د میاشتې په درویشتمه (۲۳) نیټه د سویډن په یوه (۱) سیمه کښې وموندل شو .

ساجد حسین د پاکستان د بلوچستان صوبې وسیدونکی وو او د سویډن په اپسالا (Uppsala) سیمه کښې یې په یوه پوهنتون  کښې تدریس  کاوه او هغه د مارچ په دوهمه (۲)نیټه بې درکه شوی وو .

هغه د« بلوچستان ټایمز» انلاین مجلې مسول چلونکي وو .

د پاکستان دغه خبریال ساجدحسین په خپلې مجلې بلوچستان ټایمز کښې د نشه ییزو موادو د قاچاق ، د خلکو په زوره بې درکه کولو او د وسله والو ډلو د فعالیتونو په هکله لیکنې کولې .

د پاکستان خارجه وزارت د خبریال ساجد حسین د وژلې په هکله له څه ویلو ډډه کړي ده .