د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړي برید شوی
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د یاد غورځنګ یو(1) مخکښ غړی عارف وزیر بیګا ماښام د واڼه په غوايي خوا سیمه کې د وسلوالو کسانو په برید کې سخت ژوبل شوی او اوس د واڼه په روغتون کې بستري دی.
د پاکستان په ملي پارلمان کې د جنوبي وزیرستان د خلکو استازي علي وزیر ویلي نوموړی سخت ټپي دی.
عارف وزیر د علي وزیر د تره زوی دی، چې په پښتون ژغورنې غورځنګ کې یې تر ټولو زیات زندانونه تېر کړي دي.
د پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ یو(۱) بل مخکښ او د پاکستان په ملي پارلمان کي د شمالي وزیرستان د خلکو استازی محسن داوړ بیا وايي، عارف وزیر په بریدکوونکو ځوابي ډزي کړې، چې بریدکوونکي هم ژوبل شوي دي.
د ښاغلي داوړ په خبره د واڼه روغتون له مشر ډاکټر سره یې خبري شوې او هغه هم ورته ویلي، چې عارف وزیر سخت ټپي دی.
محس داوړ زیاته کړه چې عارف وزیر د ډېره اسماعیل خان روغتون ته لېږدول شوی او وضعیت یې نازک دی.