پاکستان او هندوستان کښې د کرونا ناروغان په زیاتیدو دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90049-پاکستان_او_هندوستان_کښې_د_کرونا_ناروغان_په_زیاتیدو_دي
په هند او پاکستان کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو شمیر لاهم مخ په زیاتیدو دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 13, 2020 08:28 Asia/Kabul
  •  پاکستان او هندوستان کښې د کرونا ناروغان په زیاتیدو دي

په هند او پاکستان کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو شمیر لاهم مخ په زیاتیدو دی.

له نوې ډیلي څخه د ایران د راډیو او ټیلیویژن د خبریال د رپورټ له مخې پاکستاني رسنیو نن رپورټ ورکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې په کرونا باندې څه باندې دوه نیم زره نور ککړ کسان پیژندل شوې دي چې ورسره دغه هیواد د محدودیتونو له کمولو وروسته یوازې په یوه ورځ په کرونا د ککړیدو د ترټولو زیات شمیر ریکارډ ثبت کړ.

د پاکستان د کابینې غړو د پلورنځیو د خلاصیدو له اجازې او د هیواد په مختلفو سیمو کښې د سوداګریزو فعالیتونو له پيلیدو وروسته د ترسره شویو خلاف ورزیو په غبرګون کښې ګواښ وکړ چې د خلکو له خوا د ټولنیز واټن د خیال نه ساتلو په بڼه کښې، کرونايي محدودیتونه دوباره لګي.

هم داشان په هندوستان کښې هم په کرونا د ککړو کسانو شمیر ۷۴ زره او ۲۸۱ کسانو ته رسیدلی دی.