پاکستان د طالبانو اوکابل حکومت ترمینځ د اوربند تود هرکلی کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90298-پاکستان_د_طالبانو_اوکابل_حکومت_ترمینځ_د_اوربند_تود_هرکلی_کوي
په افغانستان کې د طالبانو او حکومتي لوري ترمینځ اوربند د امنیت اوسولې په لور مثبت ګام دی او باید دغه شان مثبت ګامونو په پورته کولو سره د افغانستان جنګ ځپلي ولس ته د سولې اوثبات روڼ مخ وروښودل شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2020 08:50 Asia/Kabul
  •   پاکستان د طالبانو اوکابل حکومت ترمینځ د اوربند تود هرکلی کوي

په افغانستان کې د طالبانو او حکومتي لوري ترمینځ اوربند د امنیت اوسولې په لور مثبت ګام دی او باید دغه شان مثبت ګامونو په پورته کولو سره د افغانستان جنګ ځپلي ولس ته د سولې اوثبات روڼ مخ وروښودل شي .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  د پاکستان  دخارجه وزارت ویندوئې میرمن عایشه فاروقي  نن په خپل ټولنیز پیغام کې  د  افغانستان ولس او حکومت ته د  نیکمرغه کوچني اختر  رارسیدا په مناسبت مبارکي وئیلي  او زیاته ئې کړې ده ،  اسلام اباد  په  افغانستان کې دبشپړ سولې  او ثبات دټینګیدا لپاره هراړخیزه ملګرتیا  او هلې ځلې کوي .

 هغې همداراز وئیلي دي ،  په افغانستان کې  د طالبانو او حکومتي لوري ترمینځ  اوربند   د امنیت اوسولې په لور مثبت ګام دی او  باید دغه شان مثبت ګامونو په پورته کولو سره  د افغانستان  جنګ ځپلي ولس ته د سولې اوثبات  روڼ مخ وروښودل شي .