پاکستان دافغانستان دسولې دخبرواترو دترسره کیدا مسئول نه دی .
دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی نفیس ز کریا نن په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ، پاکستان دافغانستان دسولې له خبرواترو سره په رابطه کې ډیر مثبت ګامونه پورته کړی دی ، خو دترسره کیدا مسئول ئې نه دی .
ډان خبری سایټ راپورورکړی هغه دې ته په اشارې سره چې اسلام اباد ترهه ګری په ټولو شکلونو کې محکومه کوی ، وویل ؛دخبرواترو میز ته دطالبانو ډلې بیرته ګرځول دپاکستان دحکومت دنده نه ده او هیڅوک دې له دغه هیواده داسې تمه نه لری .
نفسیر زکریا ددې خبرې په کولو سره چې پاکستان دترهه ګرو ډلو ترمینځ هیڅ توپیر ته قایل نه دی وویل ، په افغانستان کې دسولې ټینګیدا داسلام اباد دګټو په لړ کې هم د ه .
دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی روښانه کړې دغه هیواد پخپله دترهه ګرۍ یو قربانی شوی دی او له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې ئې په لسګونو زره خلک او ځواکونه قربانی کړی دی
داپه داسې حال کې دی چې دافغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون ددغه هیواد دملی پارلیمان په ګډې غونډې کې ویلی دی که پاکستان له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په باب خپلو ژمنو ته پابنده نه شی ، نو کابل به دملګروملتو امنیت شورا ته په مراجعه کولو سره جدی ډیپلوماټیک اقدامات وکړی او دمجرمانو جنایتکارانو دتعقیبونې لپاره به له افغانستانه بهر هم اقدام وکړی .