د افغانستان په چارو کښې د پاکستان نوی استازی وټاکل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90591-د_افغانستان_په_چارو_کښې_د_پاکستان_نوی_استازی_وټاکل_شو
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په چارو کښې د پاکستان نوی استازی وټاکل شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 07, 2020 07:50 Asia/Kabul
  • د افغانستان په چارو کښې د پاکستان نوی استازی وټاکل شو

زمونږ خبریال وايي د افغانستان په چارو کښې د پاکستان نوی استازی وټاکل شو .

د پاکستان حکومت چې د افغانستان د سولې په روانه پروسه کښې د خپل رول د پیاوړي کولو هڅه کوي تجربه کار ډيپلوماټ محمد صادق د افغانستان په چارو کښې لومړنی ځانګړی استازی وټاکه .

څرنګه چې تراوسه د محمد صادق د ټاکلو په هکله کومه حکومتي بیانیه یا د حکومت په اینټرنیټ سایټونو باندې هیڅ ډول اطلاع نه ده خپره شوي د افغانستان د سولې په چارو کښې د پاکستان د نوي ځانګړي استازي د رول او د مسولیتونو په هکله کومه دقیقه اطلاع نشته .

د افغانستان په چارو کښې د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق د ټاکل کیدا دغه خبر هغه وخت خپور شو  کله چې هغه له خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره پرون په اسلام اباد کښې کتنه وکړه .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان په چارو کښې د خپل هیواد نوي استازي محمد صادق ته مبارکي وویله او هیله یې وکړه چې چې په دغه مهمې څوکۍ باندې د تجربه لرونکي ډیپلوماټ ګومارل به د دواړو هیوادونو د اړیکو په پیاوړتیا کښې مرسته وکړي .

د افغانستان په چارو کښې د پاکستان د ځانګړي استازي ټاکل د دغه هیواد په  چارو کښې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له سفر څخه مخکې ترسره کیږي .

د امریکا ځانګړي استازي له تیرې جمعې ورځې څخه قطر ، پاکستان او افغانستان ته د خپلو ډیپلوماټیکو سفرونو نوی پړاو پیل کړی دی .

د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد چې د روان میلادي کال د فرورۍ دمیاشتې په نهویشتمه (۲۹) نیټه په قطر کښې د طالبانو له استازیو سره د موافقې او د امریکا د عسکرو د وتلو لپاره د لاره برابرونکی ګڼل کیږي په دوحې کښې  د طالبانو له استازیو او په کابل او اسلام اباد کښې په د افغانستان او د پاکستان له چارواکو سره خبرې وکړي .