په پاکستان کې د کورونا له کبله مړي‌ ۲۵۵۱ ته ورسېدل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90740-په_پاکستان_کې_د_کورونا_له_کبله_مړي_۲۵۵۱_ته_ورسېدل
له پاکستاني رسنیو څخه په نقل، پاکستان کې د جون تر ۱۳مې په کورونا د ککړو شمېره یو لک او دوه دیرش زرو ته رسېدلې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2020 08:34 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د کورونا له کبله مړي‌ ۲۵۵۱ ته ورسېدل

له پاکستاني رسنیو څخه په نقل، پاکستان کې د جون تر ۱۳مې په کورونا د ککړو شمېره یو لک او دوه دیرش زرو ته رسېدلې ده.

په دې هېواد کې کورونا وایرس ۲۵۵۱ کسان مړه کړي او ۵۰ زرو زیات ترې پاخه شوي دي.

د پاکستان روغتيا محکمې د وېبپاڼې ترمخه تر ټولو زیات کېسونه په پنجاب صوبه کې رپوټ شوي دي چې شمېره یې څه د پاسه ۵۰ زره ده.

ورپسې د سېند صوبه ده چې ۴۹ زره زیات کسان پکې کورونا وهلي دي.

په خېبر پښتونخوا صوبه کې دا شمېره نېږدې ۱۶نیم زره او په بلوچستان کې نېږدې اته زره ده.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې تر ۷۷ زیات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر څلور لکه ۲۸ زره زيات ورڅخه مړه شوي او شاوخوا ۴۰ لکه ترې بیرته ښه شوي دي.