کرونا په جنوبي آسیا کښې د بې وزلۍ د زیاتیدو سبب شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90773-کرونا_په_جنوبي_آسیا_کښې_د_بې_وزلۍ_د_زیاتیدو_سبب_شوې
نړیوال بانک په دې وروستیو کښې په یو رپورټ کې خبرداری ورکړی چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د پاکستان، هندوستان او بنګله دیش په شمول په سویلي آسیا کښې میلیونونه خلک له بې وزلۍ سره مخامخ کړې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 16, 2020 01:31 Asia/Kabul
  • کرونا په جنوبي آسیا کښې د بې وزلۍ د زیاتیدو سبب شوې

نړیوال بانک په دې وروستیو کښې په یو رپورټ کې خبرداری ورکړی چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د پاکستان، هندوستان او بنګله دیش په شمول په سویلي آسیا کښې میلیونونه خلک له بې وزلۍ سره مخامخ کړې دي.

نړیوالو سازمانونو د کرونا د کړکیچ له امله په نړۍ کښې د فقر او بې وزلۍ د لمنې په پراخیدو او په جنوبي آسیا په تیره بیا پاکستان کښې یې په پایلو باندې په داده کیدو سره خبرداری ورکړ چې کمزورې مدیریت د اوسنیو حالاتو د لاخرابیدو سبب ګرځیدې شي.

له اسلام آباده د ایرنا د خبر له مخې دغو نړیوالو سازمانونو پرون ویلي چې د پاکستان په شمول د برصغیر په هیوادونو کښې د بې وزلۍ زیاتیدل په داسې حال کښې دي چې په دغه هیواد کښې ۲۵ فیصده خلک د بې وزلۍ له کرښې لاندې ژوند کوي.

د پاکستان د وزیراعظم عمران خان په وینا، د کرونا کړکیچ لسګونه میلیونه خلک تراغیزې لاندې راوستې دي او په دغه هیواد کښې د لکونو کارګرانو عاید یې له مینځه وړی دی.

نړیوال بانک په دې وروستیو کښې په یو رپورټ کې خبرداری ورکړی چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د پاکستان، هندوستان او بنګله دیش په شمول په سویلي آسیا کښې میلیونونه خلک له بې وزلۍ سره مخامخ کړې دي.