افغانستان او پاکستان کښې د کرونا ناروغان زیات شوي دي
په افغانستان او پاکستان کښې په کرونا د ککړو کسانو او له امله یې د مړو شمیر ډیر شوی دی.
د افغانستان د روغتیا او درملنې وزارت پرون وویل چې په تیر شواروز کښې په دغه هیواد کښې په کرونا وایرس د اخته دیارلسو کسانو په مړینې سره د مړو ټول شمیر پنځه سوه څلورو کسانو ته ورسید.
هم داشان په تیر شواروز کښې په افغانستان کښې ۵ سوه او ۶۴ کسان په کرونا وایرس ککړ شوې دي چې ورسره په دغه هیواد کښې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمیر ۲۶ زره ۸ سوه او ۷۴ کسانو ته ورسید.
له بلې خوا د پاکستان روغتیا وزارت هم پرون وویل چې په دغه هیواد کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو شمیر له ۱ لاک ۵۴ زره کسانو واوښته او هم داشان د مړو شمیر هم له دریو زرو واوړیده.
د پاکستان روغتیا وزیر ظفر مرزا د هغه ډله کرونايي ناروغانو لپاره چې حالت یې بحراني وي، د ډکسامیتاسون درملو استعمال د ډاډ وړ وباله او ویې ویل چې د دغه هیواد ماهرانو پر دغو درملو لازیات تحقیقات پیل کړي دي.